سیاست

په فارياب کې اته تنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل باختر دثور ٣٠مه :
په فارياب ولايت کې  تيره شپه  دهاوان ماين ولګيدچې له امله يې اته تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دفارياب  دپوليسو وياند باختراژانس ته وويل چې دهاوان دغه ماين له  طالبانو سره دپوځيانو دنښتې په بهير کې دفارياب ولايت دالمار  ولسوالۍ دبازار په  چوک کې  داستوګنې په يو کورولګيد چې په نتيجه کې يې ددريو ماشومانو او ددوو ښځو په ګډون  اته تنه ملکي وګړي  ټپيان شول .
دميمنې ښار  دافغان ترک  روغتون يو ډاکتر وويل  د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى .
خبرځاى زياته کړه چې دالمار ولسوالۍ بازار چوک  دپوځيان تر ادارې لاندې دي او دهاوان دغه ماين دطالبانو له خوا توغول  شوى دى .
  ختم_  شکريه  – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته