سیاست

د انتخاباتي نظام د اصلاح د کميسيون هيئت د هرات د ولايتي شورا له رييس او غرو سره وکتل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٥
د انتخاباتي اصلاحاتو د کميسيون هيئت د هرات د ولايتي شورا له رييس او غړو سره وکتل.
دغه هيئت له خلکو سره د سلامشورو په مقصد هرات ته سفر کړى دى او په پام کې لري چې د هيواد د جمهور رييس له فرمان سره سم د ولسواليو د قومي مشرانو په ګډون د سياسي شخصيتونو پيشنهادونه او نظريې راټولې کړي.
د سولې د ولايتي کميټې رييس مولوي غلام سرور د دغه هيئت د سفر هرکلى وکړ او هيله يې وکړه چې دغه کميسيون وکولاى شي د خلکو د باور د بيا جلبولو په مقصد د هېواد په انتخاباتي نظام کې بنسټيز اصلاحات رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته