روغتیا

په بدخشان کې څلور روغتيايي مرکزونه روغتون ته لوړ شول .

کابل باختر د کب لومړى :
دبدخشان دڅلورو ولسواليو روغتيايي مرکزونه روغتون ته لوړشول .
دبدخشان دعامې روغتيا رييس ډاکتر نور خاوري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دجرم ، اشکاشم ،  نسي او يادان د ولسواليو روغتيايي  مرکزونه دعامې روغتيا وزارت له خوا داړتياو له مخې بستر لرونکى روغتونونو ته لوړ شول .
ده وويل چې دمتخصصو  ډاکترانو په استخدامولو سره هلې ځلې  کوي چې په دغو ولسواليو کې دشفاخانه يي  دخدمتونو وړاندې کول ښه کړي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته