خبرونهامنیت

اته دیرش تنه په ننګرهارکې د نشه يي توکوپه اړوند ونیول شول

کابل / د چنګاښ ۱۴ / باختر

اته دیرش تنه په ننګرهار کې د نشه يي توکو د قاچاقو په اړوند د ۷ ورځو په بهیرکې ونیول شول.

پولیس وايي چې دغه کسان له ښاراو یوشمېر ولسواليو څخه د عملیاتو او پلټنې په بهیرکې نیولي دي.

له نیول شویوکسانوڅخه څه نا څه ۵۰۰ کیلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي او جنګي وسایل ترلاسه شوي دي.

د ننګرهار د پولیسو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغو ۳۸ تنو دوسیې عدلي او قضايي بنسټونه لېږدول شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته