امنیت

داسعداباد او دناړى ولسوالۍ دلارې دپاکولو په مقصد عمليات پيل شول .

کابل باختردسلواغې  پنځه ويشتمه :
دکونړ ولايت دمرکز  اسعداباد او دناړى ولسوالۍ ترمنځ دلارې  دپاکولو په مقصد چاڼيز عمليات پيل شوي دي .
  په خبر کې ويل شوي دي چې وسله والو مخالفينو په لاره کې ماينونه ښخ کړي دي او دغه سړک له  يوې اوونۍ راپديخوا  دترافيکو پرمخ تړلى دى.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب  سيدخيل دباختراژانس خبريال ته وويل دماينونو دشنډولو  او د لارې دپاکولو لپاره  پوځي عمليات په شدت سره دوام لري .
يوه اړونده خبرځاى وويل عمليات دوام لري خو ستونزې  زياتې  دي ځکه طالبانو په دغه سړک کې   پنځه ويشت ماينونه  ښخ کړي دي، افغان پوځيانو تراوسه پورې اته ماينونه شنډ او له منځه وړي او دنورو ماينونو دشنډولو لپاره هڅې دوام لري .
امنيه قوماندان زياته کړه چې ددغو عملياتوپه بهير کې  درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
دامنيه قوماندان دڅرګندونوله مخې، کله چې افغان امنيتي ځواکونه غواړي دغه ماينونه شنډ کړي دوسله  والو مخالفينو له خوا پرې بريدونه کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته