ورزش

خيبر فرازى دشطرنج دسيالۍ اتل شو .

کابلباختردمرغوي ٢٨ مـــــــــــــه

دکابل ښا ر دشطرنج سيالۍ دخيبر فرا زى په اتلولى سره پاى ته ورسيد

دالمپيک د ملي کميټې در سنيو لوى مدير عبدالمحبوب سر وري د باختر اطلاعا تي ا ژانس ته وويل دغه سيالۍ د مرغومي د مياشتې په دويمه نيټه دشطرنج د ملي ټيم د شپاړسو غړو په ګډون په شپاړسو  پړا ونوکې دشطرنج د نړيوالې المپيا سياليو ته د لارى مو ند لو اود اتلولۍ د نوم دګټلو په مقصد چې ټا کل شوې ده د ١٣٩١ کال د غبر ګو لى په مياشت کې د ترکيې په هيواد کې تر سره شي دشطرنج فدراسيون په مرکزي کلپ کې پيل شوى وې

ددغو سياليو په پاى کې خيبر فرا زي دديارلسو امتيا زو نو په تر لاسه کولو سره لومړۍ مقام ، ذبيح الله احمدي دويم مقام او سيد وها ب او حبيب الله کند هاري دريم اوڅلورم مقا مو نه و ګټل

ديو بل خبر له مخې ټا کل شوې ده د غيږي نيو نې سيالۍ سبا د کا بل ښاردکلپو نو ددغې څانګې دڅه دپاسه زرو تنو ورزشکارا نو ترمنځ دالمپيګ د ملي کميټې په ور زشي لو بغالى کې تر سره شي

 دسروري دڅرګندونو له مخې : ددغو سياليو د تر سره کولو هدف دځوا نا نو ترمنځ د غيږي نيولو د ورزشي وده ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته