فرهنګ

دکابل دخلکو دسراسري شورا درييس ډاکتر سيد مخدوم رهين د ډاډګيرنې پيغام .

کابل باختر دزمري  اتمه

  دکابل دخلکو دسراسري شورا درييس ډاکتر سيد مخدوم رهين د ډاډګيرنې پيغام .

  په ژوري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې دهيواد جيد او نامتو عالم مولوي عبدالقدير شهاب چې خپل ارزښتناک عمر يې  دهيواد دپوهنې او قضا په برخو کې خدمت ته وقف کړي و دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه  وفات شوى دى .

 انا لله و انااليه راجعون

   ارواښاد مولوي عبدالقدير شهاب دهيواد دجيد عالم ارواښاد مولوي عبدالباقي صافي زوي  و چې ارواښاد پلار يې هم دخپل وخت له  نومياليو پوهانو  او  عالمان څخه شمير ل کيده .

 ارواښاد مولوي عبدالقدير شهاب  خپل  څلويښت کاله ارزښتناک عمر  دپوهنې په وزارت اودهيواد په ستره محکمه ، دکابل دعربي درالاعلوم داستاد ، د قضا دقاضيانو مدرسي  دمدير ،  دکابل دعربي دارالعلوم  درييس ، دعدليې وزارت داوقافو درييس ، دپوهنې وزارت ددارالتاليف  رياست دغړي  ، د ميدان وردګو ، غزني او دننګرهار په ولايتونوکې داستنياف  محکمو درييس او دقضا د عالي شورا  دغړي  په توګه وقف کړي و .

 په بيلابيلو برخوکې دارواښاد زيات اثار چاپ شوي دي .

 دکابل دخلکو  دسراسري شورا  ددغه رباني عالم  او ستر پوه  مړينه يو ستره او نه جبيره کيدونکي ضايعه بولي او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .

 ديادونې وړ ده  چې دارواښاد جنازه  د  ١٣٩١ کال د  زمري دمياشتې په  نهمه نيټه  ددوشنبې  دورځې له غرمې وروسته په دريو بجو  دکابل ښار په دويم پروان کې ددوى له کور څخه اخستل کيږي  او دجنازي دلمانځه له اداکولو وروسته په شهداي صالحين  کې خاورو ته سپارل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته