امنیت

په فارياب کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  پنځمه :
  لس تنه وسله وال طالبان دفارياب  په شيرين تګاب  کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې  ووژل شول .
  دفارياب دپوليسو مطبوعاتي مسوول کريم يورش دباختراژانس  خبريال ته وويل  چې امنيتي ځواکونو تيره شپه  دشيرين تګاب ولسوالۍ داسلام قلعه په قره توت کلي کې دطالبانو په  پټنځيو ډزې وکړې  چې له امله يې  لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپنځه تنه نور يې ټپيان شول .
ويل کېږي  چې يوه اندازه سپک او درانده جنګي  وسايل او دوه موټر  سايکلونو دامنيتي  ځواکونولاس  ته ورغلي دي .
دنښتې په بهير کې  دوه تنه پوځيان  هم برسيرن ټپيان شوي دي .
ختم_ شکريه – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته