خبرونهاقتصادTOP

مالیې وزارت: د دولتي کارکوونکو د حمل میاشتې معاش اجرا‌‌ کېږي

کابل، د وري ۱۴مه، باختر
مالیې وزارت وايي چې دغه وزارت د دولتي کارکوونکو د حمل میاشتې معاش اجرا‌‌ کوي.
دغه وزارت نن باختر آژانس ته د یوې خبرتیا په استولو سره ویلي دي: لکه څنګه، چې جوته ده؛ تر دې مهاله د روان (۱۴۰۳ هـ.ل) مالي کال ملي بودجه نه ده توشېح شوې او هم مهاله د روژې میاشتې له پای ته رسېدو سره کوچنی اختر هم په را نږدې کېدو دی؛ نو له همدې کبله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي هدایت پر بنسټ، د مالیې وزارت د روژې مبارکې میاشتې او کوچني اختر د درناوي په پار، د دولتي کارکوونکو د حمل میاشتې معاش اجرا‌‌ کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته