اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې دوه ډالره بدلون راغلى دى

کابلباخترد زمري د مياشتې١٣
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې دوه ډالرلوړوالى راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٢٩٣ډالرو وړاندې کيدل، نن  په ١٢٩٥ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يوه پلورونکي قاهرخان ددغه خبرپه تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٠٠ افغانيو، کويټي په٢٤٥٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٣٠ افغانيو، بحريني په٢٠٥٠افغانيو، عربي په٢٠٠٠ افغانيو، ايراني په١٨٥٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٧٠٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته