سیاست

د هرات د ولايتي شورا اداري هيئت وټاکل شو

کابل باخترلړم د مياشتې ٢٨  نيټه  :
د هرات د ولايتي شورا اداري هيئت نن د يو کال لپاره وټاکل شو.
په دې ټاکنوکې کامران عليزايي د رئيس په توګه، توريالى طاهري د مرستيال په توګه او نجيب الله محبي د يوه کال لپاره دولايتي شورا دمنشي په توګه وټاکل شول.
د ولايتي شورا د اداري هيئت انتخابات د انتخاباتو د خپلواک کميسيون تر نظر لاندې او د هرات ولايت د مرستيال او يو شمېر دولتي مقاماتو تر نظر لاندې په دغه ولايت کې ترسره شول.
د هرات ولايت مرستيال محى الدين نوري په دغه ولايت کې د ستونزو د لرې کولو په لاره کې د خلکو د استازو د پيوستون غوښتنه وکړه.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته