امنیت

دځوانانو ترمنځ له ناندرو وروسته يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
په نيمروز ولايت کې نن  ديوشمير ځوانانو ترمنځ له  ناندرو وروسته د نښتو له امله يو تن ووژل شو او دوه تنه  نور ټپيان  شول .
د نيمروز د والي ويندوى   احمد عرب باختر آژانس ته وويل :   چې زرنج ښارته څيرمه له ناندرو  وروسته ديو شمير ځوانانو ترمنځ جګړه ونښته چې له امله يې
له دواړو لورو څخه يو  تن   ووژل شو او دوه   تنه نور ټپيان شول.
عرب زياته کړه چې دپيښې په اړوند دوه تنه د پوليسو له خوا ونيول شول او تر پوښتنې لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته