امنیت

دجرم او کران منجان په نښتو کې لس تنه پوليسان شهيدان او يوولس تنه نور ټپيان شول.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
د جرم او کران منجان په ولسواليو کې تيره شپه د طالبانو او دسيمه ييزو پوليسو
ترمنځ دنښتو له امله پنځه تنه سيمه  ييز  پوليسان   شهيدان او  پنځه تنه   نوريې   ټپيان شول .
د بدخشان ولايت د  امنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونيار سيد عبدالقدير صياد دباختر آژانس خبريال ته وويل  :  دغه جګړه تيره شپه د جرم ولسوالۍ دسنګ آب په کلي کې دسيمه ييزو پوليسو او د طالبانو ترمنځ ونښته چې له امله يې   درې تنه سميه ييز پوليسان شهيدان او درې تنه نور  ټپيان شول .
دغه راز په هغې جګړه چې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ  دکران او منجان ولسوالۍ د لاجوردو کان ته څيرمه ونښته   دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان  او درې تنه ټپيان شول.
د امنيت   د آمر دڅرګندونو له   مخې :  په   دې نښته کې طالبانو ته  هم د سرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه  دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته