ورزش

دشمال ديارانو او داسمايي ټيمونه لوبه کوي .

کابل باختر د سلواغې  دريمه :
په کابل کې دفوټبال دبي ګروپ سيالۍ نن په يوې لوبې سره دوام مومي .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر اژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دشمال ديارانو او داسمايي ټيمونه لوبه کوي او ددغه پړاو ګټوونکى ټيم ددغوسياليو وروستي پړاو ته لاره مومي .
په کابل کې  دفوټبال  دبي ګروپ  سيالۍ دديرشو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي  کې پيل شوې  دي او په پرونۍ لوبه کې دبهارک دځوانانو ټيم دصفر په وړاندې په دوو سره دافغان کلپ  ټيم ته ماتې ورکړه او ددغوسياليو وروستي پړاو ته لاره وموندله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته