امنیت

په هرات کې يو سړى د غلا په تور ونيول شو

هرات   باختر دمرغومي دمياشتې ٦ نيټه :
په هرات کې يو سړى د دغه ولايت د پوليسو له خوا د غلا په تور ونيول شو.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد باختر آژانس ته وويل چې دغه سړى تېره شپه  د هرات ښار د نهمې ناحيې په درب ملک کې يوه هوټل کې له دوو سترو چړو سره  کله يې چې د هوټل خاوند او مسافران  به وژنې ګواښول، د نهې امنيتي حوزې د پوليسو له خوا ونيول شو.
نيول شوي سړى پخوا د خپلې مور د وژنې په تور د هرات په  جيل کې بندي و او کابو دوه مياشتې مخکې خوشې شوى و.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته