نړۍ

دغزې په تړانګه کې داسرائيلو دبريدونو د سرد زيان شمير ٢٤ تنو ته ورسيد

غزه فرانسپرس باختر د چنګاښ دمياشتې ١٨ :
دغزې په شمال کې دبيت حانون  په ښارګوټي کې داسرائيلو دتيرې شپې دهوايي
بريد له امله  دشپږو تنو نورو  فلسطينيانو  په وژل کيدو سره دوروستيو دوو ورځو
دبريدونو دشهيدانو شمير  ٢٤ تنو ته ورسيد.
باخترآژانس د فرانسې دخبري آ ژانس  له خولې خبر راکړ : دغزې طبي  خبرځايونو اعلام وکړ چې په قربانيانو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم ترسترګو کيږي.
فلسطيني خبري  آژانس ( وفا )  هم خبرورکړ  چې دسه شنبې دورځې  له سپيده داغ څخه تر نن سهار پورې   په غزې  دصيهونستي رژيم دبريدونوله  امله  ٢٤ تنه شهيدان شوي دي چې په هغو  کې اووه تنه ماشومان  هم تر  سترګو کيږئ .
دغه راز په همدې موده کې څه دپاسه يوسلو اويا تنه ټپيان شوي دي    چې ديوشمېر ټپيانو ټپونه  ژور بلل شوي دي.
په وروستيو ورځو کې  په غزه کې   داسرائيلو بريدونو زور اخستى دى او ددغه رژيم مسوولينو   ګواښ کړى دى    چې  په غزه کې به   په پراخو پوځي عملياتو لاس پورې کړي .
ديوبل خبر له مخې :  په غز‌ې ښار داسرائيلو دنن سهار  له بريدونو وروسته ددغه ښار په زياترو  ناحيو کې دبريښنا بهېر بند شو  او ددغه ښار زياتې سيمې  په تورتم کې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته