امنیت

دماين په چاودنه کې د شپږتنو ملکي وګړو ټپي کيدل

_ کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٠ :
په هلمند ولايت کې پرون په واټ کې دماين د چاودنې له امله  دوو ماشومانو  په ګډون  شپږ تنه  ټپيان شول.
په هلمند ولايت کې د اردو يوه مقام دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه پيښه دهلمند ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه  چې دملکي وګړو دسپرلۍ يوموټر په ښخ کړاى شوي ماين وخوت  چې له امله يې  ددوو ماشومانوپه ګډون  شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
داړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې ؛ وسله والو طاابانو دغه ماين  دپوځيانو  دسپرلۍ په کاروان دبريد په موخه په ساحه کې ښخ کړى و .
دپيښې ټپيان کلينيک ته ليږدول شوي او دکلينيک دروغتيايي مسوولانو دڅرګندونوله مخې  د څلورو تنو ټپيانو  حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته