نړۍ

پنځه تنه هنديان په يوې جاپانې نجلۍ د تيري په سبب ونيول شول

نوي ډيلى بي بي سي  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٤ :
دهند پوليسو ديوې جاپانۍ محصلې نجلۍ د تښتونې او په هغې د ډله ييز جسني تيري په تور پنځه تنه نيولي دي .
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبرارکړ:
تيري کوونکو دغه نجلۍ د روان کال د ليندۍ دمياشتې په دويمه نيټه يوې ساحلي سيمې ته بوتله او هلته يې ډله ييز جنسي تيرى پرې وکړ او له يوې مخصوصې دستګاه څخه په استفادې سره يې نږدې دوه زره ډالر د هغې له اعتباري کارت څخه غلا کړل.
دکلکتې ښار دپوليسو رييس ويلي دي چې دوه تنه نيول شوي کسان هغه ورونه دي چې لومړى يې ځان ٢٣کلنې جاپانۍ نجلۍ ته د ګرځندوى د لارښود په توګه معرفي کړي وو.
په هندکې دښځو پرخلاف جنسي تاوتريخوالى له دوو کلونو را په دې  خوا چې ددغه هېواد په يوې محصلې نجلۍ په مرګاني ډول ډله ييز جنسي تيرى وشو؛ په رسنيو کې طرحه شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته