امنیت

د ځمکې دويشلو پرسر دنښتې له امله يوولس تنه ټپيان شول .

کابل باختر د کب  دريمه :
په پکتيا ولايت کې ددوو قومونو ترمنځ دنښتې له امله يوولس تنه ټپيان شول .
دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد زمان دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه د اريوب ځاځيو په ولسوالۍ کې ددوو قومونو ترمنځ  دځمکې دويشلو پرسر ونښته چې له امله يې  له دواړو لورو څخه يوولس تنه ټپيان شول.
دپکتيا ولايت مرستيال عبدالولي هم تاييد کړه چې جګړه داريوب ځاځيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ددوو قومونو حمزه خيلو اوملاخيلو  ترمنځ شوې ده چې له امله يې له دواړو لورو څخه يوولس تنه ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته