امنیت

په غزني کې دملکي وګړو دسپرلۍ په موټر دوسله والو طالبانو خونړى بريد

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
دوه تنه ښځې په غزني ولايت کې  دملکي وګړو دسپرلۍ په موټر دوسله والو طالبانو دبريد په بهيرکې ووژلې شوې .
په دې بريد کې چې پرون ناوخته وشوه درې تنه  نارينه هم ټپيان شوي دي .
پيښه  دقره باغ ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو
طالبانو دملکي وګړو  دسپرلۍ په موټر ډزې وکړې .
دغزني ولايت  يوه سيمه ييز مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې دطالبانو
ددغو ډزو له امله دوه تنه ښځې شهيدانې  او درې تنه نارينه ټپيان شول.
قربانيان  ديوې کورنۍ غړي بلل شوي دي  چې دجاغوريو ولسوالۍ ته روان وو.
دغه سيمه ييز مسوول وسله وال طالبان  ددغو ډزو مسوول وبلل او ويې ويل  چې
ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
په همدې حال کې  دغزني  په يوه روغتيايي مرکز کې ډاکترانو ديو ټپي روغتيايي  حالت خراب بللى دى .
مخکې له دې وسله والو طالبانو  دشب نامې  په خپرولو د جاغوريو  خلکو ته خبردارى ورکړى و، چې دانتخاباتو دترسره کولو په بهير کې دې له دغې ولسوالۍ څخه بهرته تګ راتګ ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته