کابل باختر د سلواغې ۱۵مه
په زابل ولايت کې د طالبانو په سنګرونو د پوځيانو په توپچي بريدونوکې ۱۴ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ۶ تنه نور يې ټپيان شول .
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د شاجوی او ارغنداب د ولسواليو په ځينو سيمو کې بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يو جګپوړی قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو په دغو توپچي بريدونوکې د طالبانو په ډلې پورې اړوند ۱۴تنه ډار اچوونکي وژل شوي او ۶ تنه نور يې ټپيان شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې په زابل کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي ځواکونو نن سهار د زابل ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه ۸ ماينونه کشف او شنډ کړل .
د زابل ولايت يو امنيتي خبرځاى وايي چې دغه ماينونه چې د وسله والو طالبانو له خوا ښځ کړى شوي و؛ د خلکو په همکارۍ کشف شوي دي.
ختم_ ج _ اکرم