سیاست

د جلالتماب جمهور ريیس د تسلیت پیغام

کابل/ د سلواغې ١٥ مه/ باختر
په خواشینۍ سره مې اطلاع حاصله کړه چې د هېواد فرهنګي او سیاسي شخصیت عبدالحمید یقین یوسفزی د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.
ارواښاد یقین یوسفزی د یوه منور او فرهنګي شخصیت په توګه او د سولې، ولسواکي او مدني مبارزې د یو مخکښ په حیث ټول عمر د هېواد خدمت وکړ. د ده مړینه یوه ضایعه ده.
د ارواښاد یقین یوسفزي د مړينې په مناسبت د هغه کورنۍ، دوستانو او د ننګرهار خلکو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې وبخښي او جنتونه دې یې په نصیب شي.
پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته