نړۍ

په اژه سيند کې د٤٤ تنو مهاجرينو ژغورل او د ٢ماشومانو د مړوموندل

 دويچه ويله باختر دسلواغې ٢٦ نيټه :
د ترکيې ساحلي ګاردانو د اژه په  سيندکې٤٤ تنه مهاجرين وژغورل اوددوو ماشومانو مړي يې هم وموندل.
دغه راز دترکيې او يونان  لومړيو وزيرانو په اژه سيند کې د دواړو هېوادونو د ساحلي ګاردانو د تاوتريخوالي په باره کې خبرې کړي دي.
پرون هم دترکيې رسنيو په اژه سيندکې د مهاجرينو د يوې کوچنۍ بادي بيړۍ  چې په  هغه کې څه ناڅه  لس تنه  مهاجرين چې زياتره يې ښځې اوماشومان  وو، د بيدرکه کيدو او يا ډوبيدو خبر ورکړى  و .
د سه شنبې د ورځې په ماښام د ترکيې دولتي آ ژانس اناتولي هم  وليکل چې د دوو ٥ او ٣ کلن  ماشومانو مړي د دغه هېواد دساحلي ګاردانو له  خوا په اژه سيند کې وموندل شول.
دمهاجرينو دغه  بادي  بيړۍ د ترکيې له مرسې سيمې څخه د يونان د اوروس ټاپو په لور دتلو په حال کې وه.
تراوسه پورې هم داسې باورکيږي  چې څه ناڅه لس تنه مهاجرينو چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي  بيدرکه شوي دي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته