ټولنه

د دولتي مسوولینو او ټرانسپورتي خصوصي شرکتونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره ګډه ناسته جوړه شوه

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٧مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د مسافر وړونکو او بار وړونکو ټرانسپورتي خصوصي شرکتونو د مشرانو او یوشمېر دولتي مسوولینو ګډه غونډه جوړه شوه.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د ټرانسپورتي شرکتونو مشرانو خپلې ستونزې د اجرائيه رئیس پر وړاندې له دولتي ادارو سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د لویو لارو پر سر د ناقانونه پيسو اخیستل، د ټرافیکو له لوري د ډرېورانو ځورېدل او د ټرافیکي اصولو نه پلي کول، د مالیې وزارت له لوري په ځينو ولایتونوکې د ګمرکونو او تعارفو زیاتوالی، د مسافر وړونکو شرکتونو لپاره د ټرمینلونو، دروازو او نورو مناسبو اسانتیاوو نشتون، د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل په دروازو کې د باربري موټرو تم کېدل، په ترازو ګانو کې فساد او د بار وړونکو موټرو لپاره د فوايد عامې وزارت د مقررې ستونزې هغه موارد وو، چې ټرانسپورتي شرکتونو مسوولینو یې په اړه اعتراض درلود.
په دې غونډه کې اجرائيه رئيس له اړوندو مسوولینوڅخه وغوښتل، چې په دوی پورې مربوطو ستونزو په اړه وضاحت ورکړي او د حل لپاره یې اقدامات وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معين عبدالرحمن رحمن ډاډ ورکړ، چې د ټرانسپورتي شرکتونو ستونزې یې یاداشت کړي او ډېر ژر به په ټولو هغو سیمو کې چې د دغو شرکتونو مسوولین ترې شکایت لري او پیسې ترې اخیستل کيږي، اقدامات وکړي.
هغه وویل، هيڅوک نشي کولای چې له ټرانسپورتي موټرونو څخه ناقانونه پيسې واخلي او د ټرافیکي اصولو د پلي کېدو ډاډ یې ورکړ. جنرال رحمن زیاته کړه، هره میاشت به د ټرافیکو د رئيس په ګډون د ټرانسپورتي شبکو له مسوولینو سره هم ناسته ولري او د دوی د ستونزو د حل لپاره به اقدامات وکړي.
دغه راز د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست عبدالباقي پوپل وویل، چې په ولایتونو کې په هوټلونو کې د مسافر وړونکو موټرو د ټکټونو د وېش په اړه به ولایتونو ته مکتوب ورکړي او ټول والیان به مکلف کړي، چې دې ستونزې په حل کې اقدام وکړي او هم به ښاروالیو ته هدایت ورکړي، چې له بار وړونکیو موټرو څخه د ټرانزيټ پيسې اخیستل غیر قانوني دي.
دغه راز د ټرانسپورت وزارت معين وویل، دوی په څرخي پله سیمه کې یوه دروازه جوړه کړې او بله به هم په روان کال کې د کابل په غرب کې جوړه کړي.
هغه ومنله چې د ترانسپورتي شرکتونو د ستونزو په حل کې یې ناغېړي کړې، خو زیاته یې کړه، چې ترمینلونو ته ځکه ټرانسپورت وزارت ورکوي او چارې یې ښاروالۍ مخ ته وړي. نوموړي وویل، دوی به هڅه وکړي، چې د ټرانسپورتي شرکتونو ټولې اړوندې ستونزې حل کړي.
د ماليې وزارت معين چک پواینټونه قانوني وبلل؛ خو زیاته یې کړه، چې خپل مشکلات هم لري. هغه وویل: خاک پولي د اقتصادي عالي شورا په تایید سره اخیستل کېږي او دا له ټولو هغو موټرو څخه اخیستل کېږی، چې له بهر څخه افغانستان ته را ننوځي.
اجرائيه رئيس وویل، چې په دې اړه باید څېړنه وشي او دا مساله دې بیا اقتصادي شورا ته راجع شي، چې له افغاني موټرو څخه نباید خاک پولي په خپله خاوره کې واخیستل شي.
همدارنګه د کابل ښاروالۍ سرپرست وویل، دوی به ترانسپورتي شرکتونو له یوه استازي سره په ګډه د ټولو هغو هوټلونو جواز وځنډوي، چې په غیر قانوني ډول د موټرو ټکټونه پلوري.
هغه زیاته کړه، چې له کمپنۍ ساحې څخه د کمپنۍ تر پله پورې سړک خورا ویجاړ دی؛ خو په وینا یې ډېر ژر به یې د جوړېدو چارې پيل شي. ده ډاډ ورکړ، چې موټر به د ښآروالۍ له لوري د کابل په دروازو کې له یوه ساعت ډېر نه درول کېږي او دوی یې له کابل ګارنیزون سره د حل یوه ښه لاره موندلې ده.
اجرائیه رئیس هدایت ورکړ، چې د کابل له ګارنیزون او د ټرافیکو له ریاست سره په ګډه باید ښاروالۍ یوه عملي حل لاره را وباسي او ټرانسپورتي شرکتونه له ستونزو خلاص کړي.
د فوايدعامې وزارت معين وویل، چې د کابل ـ هرات پر لویه لاره 9 پلونه او 79 پلچکونه ویجاړ شوي او په ډېرو سیمو کې سړک هم ویجاړ شوی دی. هغه وویل، اوس د دې سړک سروې پيل شوې چې په 2017 کال کې یې د رغونې چارې د اسیايي بانک په مرسته پيل شي.
هغه د ټرازو په اړه وویل، چې پر لویو لارو د موټرو د بار اندازه د اېکسل په اساس ټاکل شوې ده.
اجرائيه رئیس هدایت ورکړ، چې له ټرانسپورتي شرکتونو سره په ګډه دې د وزارت مقرره وګوري او په کومو ځایونو کې چې قانوني مشکل نه وي او تعدیل ته اړتیا ولري، تعدیل دې وړاندیز شي.
اجرائيه رئيس هدایت ورکړ، چې د فوایدعامې وزارت دې د کابل ـ هرات پر لویه لاره د ویجاړو شویو پلونو او سړک د رغولو چارې هر ډير ژر په هغو سیمو کې پيل کړي، چې اړتیا یې ډېره وي. #

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته