امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دسلواغې  لومړي :
د دوو تنو پاکستانيانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان په سرپل ولايت کې د نوې جګړې په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه د کوهستاناتو ولسوالۍ په لويه لاره کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
  په سرپل ولايت کې د ملي اردو يوقوماندان باخترآژانس ته وويل چې په دې جګړه کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: په طالبانو کله يې چې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ، دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته