امنیت

دوه تنه مخالفين ووژل شول او يوولس تنه نور يې ونيول شول

کابل باختر  د کب نهه ويشتمه

افغان امنيتي ځواکونو او دائتلاف  قوتونو پرون دهيواد په ځينو ولايتونوکې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل دوه تنه  نور يې ټپيان کړل او يوولس تنه نور يې ونيول .

 دکورنيو  چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته  خبر ورکړ افغان امنيتي ځاکونو او دائتلاف قوتونو دکابل ، هلمند ، ارزګان اودخوست دولايتونو په مربوطاتو کې  څلور مورده عمليات  ترسره کړل چې له امله يې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول  دوه تنه نور يې ټپيان شول او يوولس تنه نور يې ونيول شول .

 يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو عملياتوکې په واټ کې د ښخولو  لپاره يوه اندازه ماينونه، چاوديدونکې توکې وسلې اومهمات هم دافغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

 دغه راز دملي پوليسو منسوبينو  پرون  څلويښت کېلوګرامه  چاوديدونکې توکې او دوسايطو  ضد دوه ماينونه چې دتروريستانو  له خوا دورانکارو او تروريستي عملونو دترسره کولو په مقصد  دکندهار او ارزګان دولايتونو په مربوطاتو کې ښخ کړي شوي وو کشف او ترلاسه کړل او دپيښې په اړوند يې دوه تنه نيولي دي .

 ديوبل خبر له مخې دکابل د ١٠١ اسمايي زون دقوماندانۍ پوليسو پرون پنځه تنه دغلا او وژنې  په ګډون دجنايي جرمونو دترسره کولو په اړوند دکابل ښار ددويمې ، ديارلسمي ، پنځلسمې او اتلسمي حوزي په مربوطاتو کې نيولي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته