کابل / دکب ١١مه / باختر
په پروان کې دفرهنګي ميراثونو ساتنې په مقصد پرون په دغه ولايت کې غونډه جوړه شوه .
د باختراژاسن د خبرله مخې، د پروان د اطلاعاتواو فرهنګ رييس عبدالواحد هاشمي وويل: له ټولو مخکې د پروان د پوهنې اداره ده چې د فرهنګ په بډاينه کې ارزښتناک رول لري، د ملموس او ناملموس فرهنګ او د شفاهي ادبياتو دساتنې او پېژندنې او د هنر او فرهنګ د ودې لپاره له فرهنګي ادارو سره همکاري وکړي .
هغه وويل چې د پوهنې اداره کولاى شي د خپلو ښوونځيو او مجربو استادانو له لارې دادبياتو، فولکلور او دودونو پېژندنې او معرفي کولو او په عمومي ډول زموږ د ټولنې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په باب خپل تاريخي رسالت اداکړي.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست خپله دنده بولي چې د پوهنې د زده کوونکو د هنري او ادبي استعدادونو د ودې په برخه کې د پروان د پوهنې له رياست سره همکاري وکړي .
په همدې حال کې د پروان دپوهنې رييس عبدالظهور حکيم وويل چې د پوهنې ادارې د پروان د ښووني اوروزنې د تاريخي لرغونتيا د ورپېژندنې په برخه کې د معلوماتو راټولولو په مقصد کار پيل کړى دى او د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ته يې ډاډ ورکړ چې د فرهنګي ظرفيتونو د پېژندنې لپاره په ښوونځيو کې هم کار کوي .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل