کابل/ د تلې ١٨مه/باختر
په سرپل کې له دولتي ځواکونو سره د وسله والو طالبانو په جګړه کې درې وسله وال طالبان ووژل شول.
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي باختر آژانس ته وويل: امنيتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه ناوخته د سرپل ولايت په مرکزکې له تروريستو طالبانو سره جګړه وکړه چې په پايله کې د دغې ډلې د يوه کليدي غړي په ګډون چې په ماين جوړولو کې مهارت درلود؛ درې وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور يې ټپيان شول.
ختم- ج -اکرم