سیاست

تبصره

کابل_ باختر دثور دريمه :
هغه څه چې دافغانستان دعالمانو سراسري شورا په افغاني ټولنه کې دفساد دډولونو دله منځه وړلو په مقصد پيشنهاد کړل او دهيواد جمهور رييس په هغو دتاييد مهرولګاوه .ددې کار څرګندوى دى چې دافغانستان دولت دفساد له عواملو سره دمبارزې په لاره کې ژمن او جدي دى او په دې لاره کې دهرراز مثبتې او فعالې طرحې ملاتړ کوي  .
دباختراژانس مبصر ليکي:  دافغانستان دعالمانو سراسري شورا په دې وروستيو وختو کې حامدکرزي ته يو لړ مشخصې پيشنهادونه  وړاندې کړل چې هدف يې په هيواد کې دفساد دعواملو له منځه وړل دي .
  دغه وړانديزونه په داسې حال کې کيږي چې افغاني ټولنه دهغو نا امنيو تر څنګ چې  په عمده توګه دتاوتريخوالي ، ترور او دبهرنيو لاس وهنو زيږنده  دى ، په هيواد کې  دفساد دعواملو له امله کړيږي .
دانسان تښتونې ، بډې اخستنې ،  اداري فساد ، د قانون په اجرا کولو کې دتوپير ، دقاچاقو دپراختيا او له نشه يي توکو څخه استفاده، په نشه يي توکودروږدې کيدو دزياتوالي ،  له الکولي مشروباتو څخه دورځ په ورځ زياتيدونکي استفادې  په ګډون مسئلې  دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا له خوا په هيواد کې  دفساد دعواملو په توګه طرحه شوې .
داټول هغه ترخه واقعيتونه دي چې بايدهغه له هرې ممکنې لارې او وسيلې سره لرې کړي ، افغانستان  هغه هيواد چې  خپل غوره فرهنګ ، دودونه ، هويت او عادات لري ، اوس  دهغو مفاسدو محصور شوى دى  چې کولى شو هغه دتروريزم په شان يوه صادره شوې پديده وبولو  ځکه هغه مغرضې او لوړتيا غوښتوونکي کړۍ  چې زموږ دخلکو پرخلاف کمين کې ناست دي ، هلې ځلې کوي چې  په معنوي  ډګر کې هم زموږ ملي ارزښتونو ته زيان ورسوي .
  دوى دپردي  فرهنګ او دناوړو پديدو په رواجولو سره چې له افغاني قاموس او دودونو سره اړخ نه لګوي .  زموږ  دهيواد دهويت او فرهنګ دترور په لاره کې لستوڼي  رانغاړلي دي. ددغه شان  پديدو دعواملو دجرړو له منځه وړل ملي خوځښت ته اړتيا لري .
دلته رول او درايت نه يوازې په دولت پورې  داړوندو مرکزونو  بلکې  دمدني ټولنې دفعالينو ، دبشر دحقوقو دمدافعو سازمانونو اودښځو دحقوقو دمدافعو سازمانونو رول  هم ارزښت لري ، چې بايد په دې کار لاس پورې کړي . اورسنۍ  دې په ټولنه کې دخپل رول په پام کې نيولو سره دفساد په زيانونو دخلکو دپوهولو په لاره کې خپل اخلاقي مکلفيتونه اداکړي .
له بلې خوا دګمرکاتو او دپوليسو څانګو په ګډون دولتي مرکزونه دې دنشه يي توکو دليږدونې او قاچاقو او دمبتذلو او داخلاقي  معيارونو پرخلاف دفلمونو دواردولو مخه ونيسي او له فساد سره دمبارزې  دادارې په شان ددولتي ادارو دفعاليت زيات ملاتړ وشي .
په دې ترڅ کې دهيواد دعالمانوشورا ته هم لازمه ده چې دمنبرونو ،جوماتونو او دتکيه خانو له لارې چې دخلکو په ټولنې اوژوندانه باندې اغيزمنې  سيمې دي دټولنې داصلاح لپاره رغنده او هدفمندتبليغات وکړي هغه څه چې دهيواد دعالمانو شورا د پيشنهاد په توګه دهيوادجمهور رييس ته وړاندى کړل اوله هغو نيکو نيتونو څخه يې سرچينه اخستې ده  چې  داسلامي اخوت او ترحم بوى ورڅخه  پرزې ته رسيږي .  او له دغو وړانديزونو سره دافغانستان ددولت ملاتړ ددې کارڅرګندوى دى چې دهيواد مشرتوب دفسادله عواملو سره دمبارزې په نسبت ژمن دى او ددغه بهير ملاتړ کوي لکه څنګه چې دافغانستان جمهور رييس حامدکرزي  دهيواد دعالمانو شورا له لارې دطرحه شويو وړانديزونو په ترلاسه کولو سره ، سترې محکمې ، کشفي او عدلي ارګانونو ، امنيتي ادارو ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورو اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې دطرحه شويووړانديزونوپه تحقق کې هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته