ښوونه او روزنه

په هرات پوهنتون کې د محصلانو د خلاقيتونو نندارتون پرانستل شو .

کابل باختر د وري دوه ويشتمه :
د هرات دولتي پوهنتون د کمپيوټر ساينس پوهنځي  محصلانو د خلاقيتونو نندارتون پرانستل شو .
د هرات د والي وياند  جيلاني فرهاد د باخترژانس  خبريال ته وويل د هرات دپوهنتون  ريېس عبدالله فايز د هرات د پوهنتون دکمپيوتر ساينس د پوهنځي  د محصلانو د دغه نندارتونو جوړول  دستاينې وړ وبلل او ويې ويل چې  بايد د دوى له غښلتيا او خلاقيت  څخه دهېواد په ترقۍ کې استفاده وشي .
دغه راز دکمپيوتر  ساينس پوهنځي ريېس عاشق الله  عليزي د دغه نندارتون د پرانستلو  هدف په  ټولنه کې  دمحصلانو لاس ته راوړنه او د تکنالوژۍ ښيګڼه  وبلله او ويې ويل  دغه نندارتون په  ١٦غرفو کې  د ٣٥ پروژو په ترڅ کې  په جلا جلا  سيستمونو پيل شوى دى . ختم- شکريه_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته