امنیت

په هرات کې دنشه يي توکو دکرکيلي دمخنيوي لپاره هلې ځلې

کابل باختر  د وږي دمياشتې ١٨  :
د هرات ولايت مسوولين تيارى لري چې په روان کال کې  د ولسواليو په کچه دنشه يي توکو دکرکيلې مخه ونيسي .
د هرات ولايت مرستيال اصيل الدين جامي له نشه يي توکو سره د مبارزې  دولايتي کميسيون په غونډه کې وويل : دنشه يي توکو کرکيله له شرعي او قانوني پلوه حرام دى او مسوولين تيارى لري ترڅو په  روان کال کي ددغې  ناوړې  پديدې دکرکيلې مخه ونيسي .
دا په داسې حال کې ده  چې په روان کال کې د هېواد جمهور رئيس له خوا  له نشه يي توکو سره دمبارزې پرخلاف دملي پيوستون کال اعلام شوى دى .
په دې غونډه له نشه يي توکوسره دمبارزې رئيس غلام جيلاني دقيق دتيرې غونډې دفيصلې دتطبيق ډاډ ورکړ  او د دغې ناوړې پديدې  د جرړو ايستلو په خاطر يې له اړوندو ادارو څخه  همکارۍ غوښتنه وکړه .
دغه راز دهرات ولايت مرستيال د نشه يي توکو په له منځه وړلوکې د بزګرانو همکاري  دقدر وړ وبلله  او ويې ويل: په داسې حال کې چې په هرات ولايت کې د نشه يي توکو د کرکيلې لپاره  مناسبه فضا برابره ده ؛ خو د هرات ولايت په دين مينو اومتدينو خلکو ددغې ناوړې  پديدې له کرکيلې څخه ډډه کړې ده.
د جامي دڅرګندونوله مخې: دنشه يي توکو کرکيله له شرعي او قانوني پلوه حرام دى .
دغه حکومتي مقام د دې مطلب په بيانولو سره چې له نشه يي توکو سره  مبارزه  دهر وګړي دنده ده او ويې ويل:  بايد په دې برخه کې ټول هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته