خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان د ترافیکو مدیریت څه باندې ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د مرغومې ۲۳ مه، باختر

د بغلان د ترافیکو مدیریت مسؤلین وايي، چې د پلېټونو د وېش له درکه یې څه باندې ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.

د بغلان د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیر عابدي وايي، چې تر دې دمه یې ۱۶۵۲۵ وسایط ثبت کړي، چې له دې ډلې څخه ۵۷۵۷ وسایطو ته یې جوازسیرونه او پلېټونه ویشلي او له درکه یې ۷۵ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د بغلان اوسېدونکی یارمحمداحمدزی او ګلزار وايي، چې په دې ولایت کې د پلېټونو د وېش په برخه کې ګڼې اسانتیاوې خلکو ته رامنځ ته شوې او زیاتوي، چې د پلېټونو په وېش سره د موټرو غلاوې او نورې جنايي پېښې راکمې شوې دي.

د بغلان  د ترافیکو مدیریت له ټولو موټرچلوونکو غواړي، چې په دې ولایت کې دې خپلو بې پلېټه موټرو ته پلېټونه واخلي او دغه راز دې د موټرچلونې پر مهال ترافیکي اصول په پام کې ونیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته