امنیت

دځانمرګي بريدونو درې تنه عاملين په لغمان کې ونيول شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دملي امنيت لوى رياست د دريو تنو تروريستو طالبانو چې په مهترلام ښارکې يې دځانمرګى بريد دترسره کولو هوډ درلود خبر ورکړ.
په هغې خبرپاڼه کې چې دملي امنيت دلوى رياست له خوا خپره شوې ده ويل شوي دي چې دبلال ، ذکر الله او دفردوس په نومونو دريو تنو تروريستو طالبانو چې غوښتل يې په چاوديدونکو توکو بار يو موټر سايکل او له يو مقناطيسي ماين سره په استفادې سره دلغمان ولايت دمرکز مهترلام بابا ښار دعصمت په چوک کې ځانمرګي او دچاودنې بريد ترسره کړي دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول او د يوې خونړۍ پيښې مخه ونيول شوه.
دغو تروريستانو اعتراف کړى دى چې غوښتل يې د طالبانو دتروريستي ډلې دبريدونو ديوتن سازمان ورکوونکي قوماندان قادر په لارښوونه په مهترلام بابا ښارکې بريدونه ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته