امنیت

يوويشت تنه مخالفين د سولې له بهير سره يوځاى شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
په ننګرهار ولايت کې نن ٢١ تنه وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يوځاى شول.
د ننګرهار ولايت د سولې د کميټې رييس حاجي ملک نظيف د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې يوه موده د اچين، نازيانو، دوربابا، شينوارو او د بټي کوټ د ولسواليو په مربوطاتوکې په دولتي ضد فعاليتونو بوخت وو؛ له مخالفت څخه يې لاس واخست او د سولې له بهير سره يوځاى شول.
خبرځاى زياته کړه: له دولت سره دغوکسانو چې په دريو ګروپونوکې تنظيم دي؛ له خپلو ١٨ ډول ډول وسلو سره له امنيتي ځواکونو سره يوځاى شول او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته د خپل هيواد په جوړولو او آرامۍ کې ونډه اخلي.
دخبرځاى د څرګندونو له مخې: د روان کال په بهيرکې د ننګرهار ولايت په کچه ٤٢٠ تنه د سولې له بهير سره يوځاى شوي دي.
په هغې غونډه کې چې د ننګرهار ولايت په امنيې قوماندانۍ کې جوړه شوې وه؛ د ولايت مرستيال او يو شمېر پوځي منسوبينو ګډون کړى و او د دغو کسانو هرکلى يې وکړ او د ښه امنيت په تامينولو کې يې د دوى پيوستون ګټور وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته