امنیت

په کونړ کې دوه ماین کشف او شنډ شول

٢٥- اسعدآباد/ دمرغومي۱۰/ باختر
پوځیانو پرون مازیګر د دغه ولایت دغازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوو ماینونو په کشفولوسره د څو خونړیو پېښو مخه ونیوله .
د هېواد په ختیځ کې د۲۰۱ سېلاب قول اردو یو خبر ځای باختر آژانس ته وویل چې دغه ماینونه د دغه ولایت د تګ راتګ په ګڼ مېشتو ساحو کې د ملکي او پوځي کسانو د له منځه وړلو په موخه ځای پرځای شوي و.
هغه وویل چې دغه ماینونه د۲۰۱ سېلاب قول اردو د دویمې لوا د ماین پاکولو ډلې شنډ کړل .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته