ټولنه

د زابل اوسیدونکو د اقینې تجارتي بندر په پرانيستل کېدو خوښي وښوده.

کابل باختر دليندۍ د مياشتې څوارلسمه

د زابل ولایت چارواکي او سیمه یېز مشران وایي: افغان حکومت په اقتصادي پروژو کې سترې لاسته راوړنې لري او دوي هیله من دي چې په نږدي راتلونکي کې به د دغه هېواد اوسیدونکي د پراخو اقتصادي پرمختګونو شاهدان ووسي .
د زابل والي بسم الله افغان مل چې له ترکمنستان هېواد سره د اقینې د سوداګريز بندر او ریل پټلۍ د پرانیستلو له امله  په مطبوعاتي کفنرانس کې خبرې کولې وویل:دغه سوداګریزه لاره افغانستان له مرکزي اسیا او اروپا سره نښلوي.
دی وايي: افغان حکومت تل دا هڅه کړې او لا هم هلې ځلې کوي چې سوداګرو ته هر راز اسانتیاوي برابري کړي .
په ورته وخت کې د دغه ولايت د ولایتي شورا ریېس عطاجان حقبیان وايي: د جمهور ريېس او حکومت په هڅو به ډیر ژر زموږ سوداګر د پاکستان له اړتيا خلاص او نورې لاري به په واک کې ولر ي.
  ده زياته کړه: د اقینې بندر په پرانیستلو سره به زموږ د هېواد  صادرات په لږ لګښت سره  نړیوالو مارکیټونو ته رسیږی چې د پاکستان په پرتله به يې لګښت هم کم وي.
د دغه ولايت مخور عزیزالله سلیمانخېل د باختر اژانس خبريال ته وويل: د زابل ولایت اوسیدونکی د حکومت له اقتصادی او امنیتي پالیسیو څخه خوښ دي او هیله لري چې د دغه بندر په پرانیستلو سره به په بازارونو کې د توکو په بیه کې ټيټوالي راشي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته