فرهنګ

د لوګرد اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له بېوزلوکورنیوسره مرسته وکړه .

پل علم د مرغومې ۳ باختر.
د لوګرد اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نن ددغه ولایت په ۷۳ بېوزلو کورنیو ژمنې جامې وویشلې .
د لوګرد اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالرحمن تسل باختراژانس ته وویل چې دغه اداره له بېوزلو خلګو سره د مرستې د فرهنګ د بنسټزکېدو په موخه په ۷۳ مستحقوکورنیو ښخينه او نارینه ژمني جامې او بوټان وویشل .
تسل زیاته کړه چې دغه جامې د رضاکارو ځوانانوله خوا له سوداګرو او بډایوکورنیو څخه را تولې شوې وې .
هغه له رضا کارو ځوانانوڅخه هم مننه وکړه او د لوګرله نورو اوسېدونکوڅخه وغوښتل چې د سړښت په دغه فصل کې د بېوزلو خلکواو کورنیو سره مرسته وکړي ختم ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته