ټولنه

جمهوري رياست د څوارلسو شهيدانو له کورنيو سره نغدي مرسته وکړه

کابل-باختر- دچنګاښ دمياشتې ٢٣
په سرپل ولايت کې نن د څوارلسو شهيدانو له کورنيو سره د جمهوري رياست له خوا نغدي مرسته وشوه.
دغه مرسته د شپږو سيمه ييزو پوليسو او د هغو اتو تنو په کورنيو چې په دغه ولايت کې د وروستيو سيلاوونو له امله وژل شوي وو؛ وويشل شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: له دغومرستوڅخه د هر شهيدکورنۍ د سرپل د والي له خوا سل زره افغانۍ او د وروستيو سيلاوونو په زيانمنو شويو کورنيو پنځوس پنځوس زره افغانۍ نغدي وويشل شوې.
عبدالجبارحقبين دغو کورنيو ته د جمهور رييس حامدکرزي د ډاډ ګيرنې د پيغام د رسولوپه ترڅ کې د لوى خداى (ج) له دربار څخه شهيدانو ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته