سیاست

قاضي القضات د اندونيزيا له پارلماني هيئت سره وکتل

کابلباختردسرطان ١٠
د افغانستان د اسلامي جمهوريت قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي نن له غرمې مخکې د اندونيزيا د وګړني عالي شورا له هيئت او ددغه هيواد دپارلمان له ځينو غړو سره چې د دغې شورا د مرستيال په مشرۍ د يو رسمي سفرپه مقصد کابل ته راغلي دي، د سترې محکمې په مقرکې وکتل.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې قاضي القضات د افغانستان او د ورور هيواد اندونيزيا ترمنځ د دوستانه اړيکو په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه: په ورورهيواد اندونيزيا کې دګڼ شمير مسلمانانو شتون د اسلامي عالي فرهنګ او تهذيب څرګندوى دى چې کيداى شي د نورو اسلامي هيوادونولپاره ښه الګو وي.
قاضي القضات دغه راز د هيئت د معلوماتو په مقصد د قضايي نظام د سيستم او جوړښت اوپه ابتدائيه ، استيناف او تميز پړاونوکې د قضيو دڅيړنې او هم دکورنيو ، ماشومانو، نشه يي توکو او د اداري فساد په ساحوکې د اختصاصي محکمو د جوړولواو د فعاليت دڅرنګوالي په باب لازم معلومات وړاندې کړل او د هيواد په قضايي نظام کې د ښځو د رول اومشارکت او د هغوى د کړو وړو له امله خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې په ټوليزه توګه د قضا اساسي رسالت هماغه دقانونيت ټينګښت او د عدالت تا مينول دى چې د سترې محکمې مشرتابه د اړتيا وړ پاليسيو په طرحه کولو سره ، دقضايي عدالت تګلوري هماغه شان خوندي او زيان نه منوونکي ساتلى دى.
وروسته د اندونيزيا د پارلماني هيئت رييس ددغه هيواد د دولتي جوړښت د بيانولو په ترڅ کې، د اندونيزيا د محکمو په باب معلو مات وړاندې کړل او د دواړو هيوادونو د محکمو ترمنځ د ساختاري اشتراکاتو اود ګډو کاري اړخونو يادونه وکړه او هيله يې وکړه چې د دواړو هيوادونو په تيره بيا د قضايي نظامونو ترمنځ اړيکې او مناسبات لازيات ټينګښت او پراختيا ومومي.
ده افغانستان ته سفر او له جګپوړو چارواکو سره ليده کاته او د تاريخي سيمو کتنه خپلې نه هيريدونکې خاطرې وبللې او له قاضي القضات څخه يې د صميميت د څرګندولو په خاطر مننه وکړه او زياته يې کړه چې افغانستان له شک پرته د ترقۍ او پرمختګ په تګلوري کې دى او موږ هم ورور او مسلمان هيواد افغانستان ته د سولې ، ثبات او امنيت هيله کوو.
په دې کتنه کې د قضايه قوې د ادارې عمومي آمر ډاکتر عبدالله عطايي هم برخه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته