امنیت

په کونړ ولايت کې لس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
په کونړ ولايت کې د نويو هوايي بريدونو په بهيرکې  لس تنه ډاراچوونکي  ووژل شول.
په دغو ډاراچوونکو تيره شپه  په شلتن و لسوالۍ کې  بريدونه وشول .
د هېواد په ختيځ کې  دسيلاب قول اردو  يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې د بې پيلوټ الوتکو په دغو بريدونو کې لس تنه ډاراچوونکي ووژل شول او  د هغوى دوه مرکزونه ويجاړ کړاى شول.
د وروستۍ يوې مياشتې په بهيرکې   په سلګونو تنه ډاراچوونکي دکونړ ولايت په شلتن ولسوالۍ کې  د هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې وژل شوي دي.
دغه راز پوځيانو په  کونړولايت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو  د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
له دغو ډيپوګانو څخه   چې په شلتن ولسوالۍ کې کشف شوي دي   په لسګونو سپکې او درندوې وسلې هم ترلاسه شوي دي. پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته