ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل باختر د غبرګولي د مياشتې ۱۲ مه د آزموينو د ملي ادارې خبرتيا د کابل ولايت د کانکور آزموينې داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت د کانکور آزموينه په دې ترتيب اخيستل کېږي: • د کابل د لومړۍ دورې آزموينه د روان کال د غبرګولي د مياشتې په ٢١ مه، د سه شنبې ورځ. • د کابل د دويمي دورې آزموينه د روان کال د غبرګولي د مياشتې په ٢٢ مه، د چهارشنبې ورځ. • د کابل د درېيمې دورې آزموينه د غبرګولي د مياشتې په ٢٣ مه، د پنجشنبې ورځ. • د کابل د څلورمې دورې آزموينه د غبرګولي د مياشتې په ٢٤مه، د جمعې ورځ. د يادونې وړ ده چې د آزموينې دوره او د آزموينې د اخيستلو ځاى د آزموينې د شموليت په کارتونو کې ليکل شوي دي. دغه راز داوطلبان دې د آزموينې سيمې ته د ټليفون له راوړلو څخه ډډه وکړي. ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته