سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي اروپا ته په بريالي سفر کې له ايتاليا سره داوږد مهالو همکاريو سندونه ، دافغانستان او فرانسې ترمنځ ددوستي او همکاري تړون او له بريتانياسره داوږدمهالو ستراتيژيکي همکاريو تړون لاسليک کړل.

دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس حامدکرزي  اروپا ته  په بريالي سفر کې  له ايتاليا سره داوږد مهالو همکاريو سندونه ، دافغانستان او فرانسې ترمنځ ددوستي او همکاري تړون او له بريتانياسره داوږدمهالو ستراتيژيکي همکاريو تړون لاسليک کړل.

 ددغو سندونو لاسليک کول هغه هم دافغانستان له متحدينوسره  په داسې شرايطو او احوالو کې  چې  افغانستان  په نږدي راتلوونکې کې  په ټول هيواد کې نظامي او امنيتي چاري په غاړه اخلي او هم له طالبانو اوله بيلابيلو ډلوسره  دخبرو بهير دوام لري  له څو اړخونو دڅيړنې  اوتحقيق وړ دي.

دباختر داطلاعاتي اژانس سياسي مبصرليکې :

دايتاليا ، فرانسې او بريتانيا له هيوادونوسره  داوږد مهالو او ستراتيژيکي همکاريو دسندونو لاسليک کول  که چېري له يوې خوا دافغانستان دنظام لپاره سترسياسي برياليتوب دي له بله پلوه  دمخالفينو اودهغوى دسيمه ييزو ملاتړو په روحيې باندې اغيزه کوي

په بيلابيلوسياسي ، نظامي ، فرهنګي ، ټولنيزو  اواقتصادي برخو کې داوږدو مهالو  همکاريو شتون هغه هم  دلاسليک شويو سندونو پربنسټ  ، په ډاګه څرګندوي چې دافغانستان متحدين هيڅکله ددي هيله نه لري  چې تروريزم بيا دجامو په بدلون سره  په سيمه کې نفوذ  وکړي او ناتار رامنځته کړي.

په هرصورت  که چېري دلاسليک شويو سندونو  مثبت نړيوال او سيمه ييز اړخونه په لنډه توګه بيان کړو ددغو سندونو لاسليک   دافغانستان نړيوال دريځ لازيات پياو ړي کړي دي اودسيمي هيوادونو ته يې په ډاګه کړې ده  که چېري نړيوال ځواکونه  له افغانستان څخه وځي  افغانستان به نور يواځي اوګوښه هيواد نه وي  چې دتيرو کلونو په شان  خپل شته دتروريزم پرخلاف جګړه کې له لاسه ورکړي .

له بلې خوا ددغو سندونو په لاسليک سره  دافغانستان دخلکو په وړاندي ددولتي مقاماتو مسووليتونه  زياتوي  يعني  په نږدي راتلوونکې کې به  نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي .  نه يوازي په نظامي چارو کې بلکې په ټولو برخو کې مسووليتونه به افغانانوته پريښودل شي .

 کله چې دهيواد جمهوررييس وايي   چې دناټو ځواکونه دې په ٢٠١٣ کال کې له افغانستان څخه ووځي ددغو خبرو مانا دا ده چې امنيتي اودولتي مرکزونه دي بايد سر له اوسه ددي تياري ولري  چې له هر راز ذهني ، سمتي اسارتونو اتعصب  پرته دچارو دافغاني کولو هرکلي ته لاړشي ، له فسادسره  پراخه مبارزه وکړي  او سياسي  ، اقتصادي  اوفرهنګي ناخوالو ته دې دقوم ، ډلې ،ګوند او تنظيم له مخې ونه ګوري  بلکې  ديو افغان اوددغې خاوري  دوارث په توګه په صادقانه ډول دخلکو  اونظام په خدمت کې ودريږي که چېري دغه شان وشي  بايد روښانه راتلوونکې  په مخکې وي  خو که چېري دغه شان ونه شي او هرڅوک او دشيطان په آس  هر سپور مسوول وغواړي  له ناخوالو څخه تير شي ستره تيروتنه کوي  او هغه وخت به درديدلي اومصيبت ځپلې ملت ورباندې  قضاوت وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته