فرهنګ

دژورناليزم داخلاقي موازينو په باب خبرې پيل شوې .

کابل باختر د غبرګولي  پنځمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني  دپيغام په لوستلو سره  نن دژورناليژم  داخلاقي موازينو په باب دخبرو لپاره يوه غونډه جوړه شوه .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  په دې پيغام کې دټولنې په وده او پرمختګ کې درسنيو رول مهم وباله او د نظريو زياتوالى يې چې درسنيو له پتې  څخه طرحه کيږي دوياړنې نښې نښانې  بللې دي .
دباختراژانس  دخبر له مخې:  په دې غونډه کې چې دژورنالستانو  فدراسيون او دافغانستان درسنيو له خوا جوړه شوه د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني پيغام دجمهور رييس دوياند دمرستيال سيد شاه حسين  مرتضوي  له خوا ولوستل شو .
په پيغام کې ويل شوي دي  افغانستان دټولنې  ديوه غږ  له فصل  څخه  په څو غږيزې  ټولنې بدل شوى دى  چې دټوليزو رسنيو  له پتې څخه دنظريو تکسير طرحه کيږي چې داکار زموږ دټولنې دودې او پرمختګ  نښه نښانه ده حکومت وياړي چې دسيمې  دهېوادونو پرخلاف  هيڅ  بندي خبريال  نه لري .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو په چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي   په دې غونډه کې خبرې وکړې او په هيواد کې  ناوړه اقتصادي  حالت او بې وزلي ته په اشارې سره يې زياته کړه چې افغانستان دنورو هېوادونوپرخلاف په زړه پورې هېواد دى په دې لحاظ چې دحقايقو د منعکس کولو په برخه کې يې ټول  نظامونه تجربه کړي دي او له هريو څخه يې خاصه تجربه  ترلاسه کړې ده چې هماغه   دخلکو  اوټولنې  په وړاندې  درسنيو مسووليت دى .
دې دغه راز  څرګنده کړه چې رسنۍ دې بايد دژورناليزم داخلاقي موازينو په لاره کې  جدي پاملرنه وکړي او ټولنيز مسووليت  ته په پاملرنې  سره دې  ،  په مسوولانه ډول عمل وکړي .
مصطفوي  دبډې اخيستنې او اداري فساد ، نشه يي توکو او دانسان دقاچاقو په ګډون ستونزو او هغو نورو ستونزو ته په پاملرنې سره  چې دهېواد حالات په خطر کې اچوي زياته کړه چې رسنۍ دې بايدله دغه شان  ناخوالو سره دمبارزې په لاره کې داخلاقي موازينو اصولنامې ولري چې زموږ خبريالان په مسلکي او حرفوي  ډول او په مسوولانه توګه عمل وکړي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې  له خبريالانو او رسنيو څخه وغوښتل چې دحقايقو په منعکس کولو کې دې دټولنيز مسووليت  په پا م کې نيولو سره  عمل وکړي .
دغه راز په دې غونډه کې دهېواد دمرکز او ولايتونو يوزيات شمير خبريالانو ګډون کړى و او هغوى درسنيو دلارې پرسر  دپرتو ستونزو او خنډونو په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته