سیاست

جمهور رئیس غني په جلال اباد ښار کې نننی ځانمرګی برید په سختو ټکو غندي

کابل –باختر د مرغومې دمياشتې ٢٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په جلال اباد ښار کې د ولایتي شورا د غړي عبیدالله شینواري پر مېلمستون نننی ځانمرګی برید، چې له امله یې یو شمېر بې ګناه هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، په سختو ټکو وغانده.
په هغي مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوررييس دوياند ددفترله لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده ويل شوې دي.
جمهور رئیس غني د دغه برید د غندلو پرمهال وویل، ترهګرو چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مقابلې توان له لاسه ورکړی دی، نو په عامه ځایونو بریدونه کوي او زموږ بې ګناه هېوادوال شهیدانوي. 
د هېواد جمهور رئیس  یو ځل بیا وویل، هغوی چې د بې ګناه خلکو وینه بهوي او جنګ ته دوام ورکوي، حکومت به ورسره د سولې خبرې ونه کړي او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ټول قوت د هغوی پر وړاندې وجنګېږي. 
جمهور رئیس غني اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ننني برید  د ټپیانو د ښې درملنې په موخه خپلې هڅې او امکانات ونه سپموي.
د هېواد جمهور رئیس د شهیدانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوي. شهیدانو ته د خدای تعالی له دربار څخه د فردوس جنت  او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته