امنیت

دپاکستان دراکټي بريدونو په وړاندې دافغان پوځي مقاماتوغبرګون : دتوغندي ځواب به په توغندي سره ورکړو .

کابل باختر د سلواغې دولسمه : دهېواد په ځينو ختيځو سيمو دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو له زياتوالي وروسته افغان پوځي مقاماتو ويلي دي چې له دې وروسته به دتوغندي ځواب په توغندي سره ورکړو کابو شپږ کاله کېږي چې دديورنډ کرښې په اوږدو کې د هېواد ځينې ختيځي سيمې له کرښې څخه اخوا دزرګونو راکټي بريدونو ډګر دى هغه بريدونه چې له امله يې کابو دوه سوه تنه وژل شوي او په سلګونو تنه نور ټپيان شوي دي او دغه راز دغه بريدونه ددې سبب شوي دي چې په سلګونو کورنى له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړې شي . خو داځلې ددغو راکټي بريدونو په بيا پيل کيدو سره دهېواد په ختيځ کې جګپوړو پوځي مقاماتو دورته عمل امر کړى دى دکونړ والي عبدالرزاق ميرزکوال وايي چې پوځيانو ته يې امر کړى دى چې له دې وروسته له پاکستان څخه دهر توغول شوي توغندي ځواب دتوغندي په توغولو سره ورکړي . ده ټينګار وکړ چې په وروستيو دريو شپو او ورځو کې دپاکستان له لوري په لسګونوتوغندي دکونړ ولايت دسرکاڼو ولسوالۍ په ځينو سيمو توغول شوي دي، دغو توغنديو دسرزيان نه دى اړولى خودلسګونو کورنيو دبې ځايه کيدو سبب شوي دي دهېواد دختيځ په ځينو سيمو دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو له پيل کيدو څخه دکلونو کلونو په تيريدو سره دالومړى ځل دى چې افغان پوځيان دخپلو جګپوړو قوماندانانو له لوري ورته عمل امر ترلاسه کړي . تراوسه پورې ددغو بريدونو دبندولو لپاره دافغانستان ديپلوماتيکي فشارونو کومه اغيزه نه ده کړې . دافغانستان حکومت يوځل آن دهېواد په خاورې دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو په باره کې دسندونو او شواهدو په وړاندې کولو سره دملګروملتو دسازمان په امنيت شورا کې اعتراض وکړ . پاکستاني پوځيانو تراوسه پورې دافغانستان په خاورې ددغو راکټي بريدونو دانګيزې په باره کې څه نه دي ويلي خو ځينې سياسي او پوځي کارپوهان وايي چې پاکستان غواړي په خپلو راکټي بريدونوسره دډيورنډ کرښې ته څيرمه پراخه ساحه له استوګنې څخه تشه کړي چې په راحتي سره وکولاى شي د ډار اچوونکو ډلو اډې له خپلې خاورې څخه دافغانستان خاورې ته ولېږدوي . ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته