ټولنه

د سالنګونو لويه لاره يواځې د ټيلري وسايطو پرمخ تړلې ده

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨
د سالنګونو په لويه لاره کې د بار وړونکو او مسافر وړونکو وسايطو تګ راتګ دوام لري.
د سالنګ ولسوال محمد صابر احمدي باختر آژانس ته وويل چې اوس د سالنګونو حالت عادي دى، واوره نه اوري او د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسايطو تګ راتګ دوام لري.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوولين په ځينو برخو کې د واټونو په پاکولو بوخت دي او په جنوبي سالنګ کې د ځمکې پرسر د واورې پريړ والى له پنځو سوڅخه تر اويا سانتي مترو پورې رسيږي.
د مسوولو د څرګندونو له مخې: د سالنګونو لويه لاره د ټيلري وسايطو پرمخ له واورې څخه د لوى لارې تر بشپړ پاکولو پورې تړلې ده .
د يادونې وړ ده چې اوس واوره او توپان شتون نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته