کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٢
څلور تنه وسله وال طالبان په لغمان ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
جګړه تيره شپه دالينګار ولسوالۍ بازارته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ دلغمان ولايت دسيمه ييزو پوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل : په دې جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .
ده وويل په طالبانو په الينګار ولسوالۍ کې دپوځيانو پر کاروان دبريد په وخت کې ډزې وشوې .
ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ