امنیت

دافغانستان په لويديځ فراه کې يولړ تروريستى بريدونه

کابل باختر آژانس د وږى ١٩
دافغانستان په لويديځ کې دفراه ولايت نن ديولړتروريستى بريدونو ډګرو.
په دغو بريدونوکې يو دولس کلن ماشوم ووژل شو او پنځلس تنه نور ټپيان شول.
باختر آژانس ته په لومړنيو رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي  چې لومړۍ په ريکشا کې درې  ځاى پر ځاى شوى بمونه دفراه ولايت په مرکز کې دولايت  دمقام ودانۍ ته څيرمه دشلو دقيقو په زماني واټن کې وچاوديد او وروسته ياغيانو دولايت دمقام او دامنيې قوماندان په ودانيو راکټي بريدونه وکړل.

په دغو چاودنو کې يو دولس کلن ماشوم ووژل شو.
او څو تنه ملکي وګري ټپيان شول.
ويل کېږي چې په دغو بريونوکې دطالبانو له خوا څلو ر توغول شوي توغندي د دغه ولايت د ودانۍ ختيځو اولويديځو دروازو ته څيرمه  ددغه وولايت دمقام په ودانۍ کې لګيدلي دي او ديوشمير پوځيانو دټپي سبب شوي دي.
دفراه دوالى ويندوى عبدالرحمن ژوندى باختر آژانس ته وويل چې دطالبانو په دغو راکټي بريدونو او چاودنو کې يو دولس کلن ماشوم  و وژل شول اود څوتنو افغان پوځيان په ګډون پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي .
دفراه دوالي ويندوى تائيد کړه چې د وسله والو طالبانو هدف دفراه ولايت دوالي او دپوليسو دقوماندان په ګډون په نظامي او امنيتي مقاماتو بريدو خو په دغو تروريستى بريد کې دوى ته زيان نه دى اوښتي.
يو عينى شاهد شفيع الله وايي په دغو پيښوکې دوه تنه افغان پوځيان او درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او ديرش تنه نور ټپيان شوي دي .
له بلې خوا دفراه ښار دروغتون يو مسول باختر آژانس ته  وويل چې د دريو تنو ملکي وګړو مړي او درې ويشت تنه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته