سیاستخبرونهTOP

حنفي: اسلامي امارت هڅه کوي، په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزې په نښه او حل کړي

کابل، د وري ۱۴مه، باختر

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د پکتیکا له مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او د بغلان ولایت له یو شمېر دیني عالمانو او مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې د پکتیکا مرستیال والي د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت او همداراز د ځایي ادارو د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې پکتیکا کې د اسلامي امارت مسوولین شپه او ورځ خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو او امنیت تأمین لپاره هلې ځلې کوي.

نوموړي همداراز په دې ولایت کې ښوونې او روزنې، روغتیا، برېښنا رسولو او د انکشافي پروژو پلي کولو ته د اسلامي امارت د مسوولینو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا مرستیال والي او د بغلان ولایت دیني عالمانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمت د اسلامي امارت دنده وبلله او ویې ویل، د مختلفو کچو مسوولین د خلکو د امنیت ټینګښت، هوساینې او ارامۍ لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي، د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په بېلابېلو برخو کې د خلکو ستونزې نښه او حل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته