ورزش

د شمال د يارانو ټيم د آسمايي ټيم ته ماتې ورکړه

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٤
په کابل کې د فوټبال د بي ګروپ سيالۍ د شمال د يارانو او د آسمايي ټيمونو په لوبې سره دوام وموند.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې د شمال د يارانو ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره د آسمايي ټيم ته ماتې ورکړه.
په کابل کې د فوټبال د بي ګروپ سيالۍ د ديرشو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او اوس د شمال د يارانو او بهارک د ځوانانو ټيمونو د دغو سياليو وروستي پړاوته لاره وموندله چې د هوا د ښه والي په صورت کې به دغه دوه ټيمونه لوبه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته